کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزنی کې د افغان او ائتلافی ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې پاکستانیانو په ګډون ۴۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوی

14 اسد 1398 ساعت 11:07

د غزني ځایي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د تېر څلرویشت ساعتونو په لړ کې د افغان او ائتلاف ځواکونو د هوایي بریدونو، د افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو او له وسله والو سره د مخامخ نیښو پر مهال د پاکستانیانو په ګډون ۴۴ وسله وال ترهګر وژل شوي دي.



د غزني ولایت مقام د رسنیو دفتر د خبر له مخې، ترهګرو طالبانو ته دغه پراخ تلفات د غزني ولایت په اندړ، قره باغ، خوګیاڼو او زنخان ولسوالیو کې د ۱۳ هوایي بریدونو، د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو او د وسله والو طالبانو په منځ کې د خپل ماین د چاودنې له امله ور اوښتي دي.
په خبر پاڼه کې ویل شوي چې په یادو بریدونو او عملیاتونو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.


د مطلب کود: 189572

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189572/غزنی-کې-د-افغان-او-ائتلافی-ځواکونو-عملیاتو-په-ترڅ-پاکستانیانو-ګډون-۴۴-تنه-وسله-وال-ترهګر-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com