کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښار کې د طالبانو موټر بم چاودنې ۹۵ تنه ټپیان کړي

16 اسد 1398 ساعت 11:46

نن چهارشنبه سهار ۹بجې د «زمري میاشتې پر۱۶مه» د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې د پولیسو د ماموریت مخته موټر بم چاودنه شوې ده.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د پېښې په تائید سره ویلي، چې له چاودېدونکو موادو ډک موټر د یاد ماموریت د نظام قراول په دروازه کې چاودنه کړې ده.
چاودنه ډېره زوروره وه چې غږ د کابل ښار په لیري پرتو سیمو کې هم اورېدل شوی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې لیدل کېږي چې د چاودنې له امله ګڼو دوکانونو، کورونو او دفترونو ته هم مالي زیانونه رسېدلي دي.
پر همدې مهال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د چاودنې له ځایه ۹۵ ټپیان د کابل امبولانس لخوا روغتونونو ته انتقال شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.​
 


د مطلب کود: 189726

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189726/کابل-ښار-کې-د-طالبانو-موټر-بم-چاودنې-۹۵-تنه-ټپیان-کړي

آوا
  https://www.avapress.com