کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې د افغان او ائتلاف ځواکونو په هوايي او ځمکني عملیاتو کې ۱۸وسله وال وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 اسد 1398 ساعت 11:01

د غزني ځایي چارواکي وایي، د دې ولایت د مرکز، قرباغ او ده یک ولسوالیو په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو د هوایي او ځمکني عملیاتو پرمهال ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او د یوه ملکي کس په ګډون ۱۰ تنه وسله وال ټپیان شوي دي.



د غزني ولایت رسنیز دفتر د خبر له مخې تيره ورځ د قره باغ ولسوالۍ اړوند په سياګک سيمه کې د ملي اردو ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې دوولس (12) تنه وسله وال وژل شوي او شپږ (6) تنه ټپيان شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي تيره شپه د ده يک ولسوالۍ اړوند په اډه سيمه کې د غوڅ ملاتړ هوايې بريد کې شپاږ(6) وسله وال وژل شوي او څلور (4) تنه ټپيان شوي دي.
د خبر پاڼې له قوله په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
 


د مطلب کود: 190084

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190084/غزني-کې-د-افغان-او-ائتلاف-ځواکونو-په-هوايي-ځمکني-عملیاتو-۱۸وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com