دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 190084
غزني کې د افغان او ائتلاف ځواکونو په هوايي او ځمکني عملیاتو کې ۱۸وسله وال وژل شوي
د غزني ځایي چارواکي وایي، د دې ولایت د مرکز، قرباغ او ده یک ولسوالیو په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو د هوایي او ځمکني عملیاتو پرمهال ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او د یوه ملکي کس په ګډون ۱۰ تنه وسله وال ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت رسنیز دفتر د خبر له مخې تيره ورځ د قره باغ ولسوالۍ اړوند په سياګک سيمه کې د ملي اردو ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې دوولس (12) تنه وسله وال وژل شوي او شپږ (6) تنه ټپيان شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي تيره شپه د ده يک ولسوالۍ اړوند په اډه سيمه کې د غوڅ ملاتړ هوايې بريد کې شپاږ(6) وسله وال وژل شوي او څلور (4) تنه ټپيان شوي دي.
د خبر پاڼې له قوله په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6vnzk23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته