کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د سولي په اړه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو لوړپوړو سلاکارانو سره، ناسته کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 اسد 1398 ساعت 11:38



د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په دې اړه یوه اعلامیه خپره شوې د دغې اعلامیې له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون جمعه په دغې ناسته کې له خپل مرستیال مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د ملي امنیت شورا سلاکار جان بولتون، د دفاع وزیر مارک اسپر، د امریکا د اردو لوی درستیز جوزف ډانفورډ او د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزا سره کتلي دي.
د جمعې په ورځ د یادې غونډې تر پای ته رسېدو وروسته نن شنبه د «اګست پر ۱۷مه»ولسمشر ټرمپ پرخپل ټویټر لیکلي، چې د افغانستان په اړه یې یوه ښه غونډه درلوده.
د افغانستان په اړه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو لوړپوړو  سلاکارانو سره تر پرونۍ  ناستې وروسته ،په يوه ټويټ کې  له دې ناستې خوښ ښکاري نوموړي زياته کړې  د ۱۹ کلنې جګړې ټول لوبغاړي او مونږ امريکا د امکان په وصورت کې د یوه ښه توافق په لټه کې یو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسي حال کې له خپلو لوړ پوړو سلاکارانو سره د افغان سولې په اړه ناسته کوي چې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو خبرې د «اګست پر ۱۲مه» له موافقې پرته پای ته ورسېدې، دواړو لورو هغه وخت ویلي وو، چې د راتلونکو ګامونو په اړه به له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.
 


د مطلب کود: 190092

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190092/د-افغانستان-سولي-په-اړه-امريکا-ولسمشر-ډونالډ-ټرمپ-له-خپلو-لوړپوړو-سلاکارانو-سره-ناسته-کړې

آوا
  https://www.avapress.com