د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په دې اړه یوه اعلامیه خپره شوې د دغې اعلامیې له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون جمعه په دغې ناسته کې له خپل مرستیال مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د ملي امنیت شورا سلاکار جان بولتون، د دفاع وزیر مارک اسپر، د امریکا د اردو لوی درستیز جوزف ډانفورډ او د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزا سره کتلي دي.
د جمعې په ورځ د یادې غونډې تر پای ته رسېدو وروسته نن شنبه د «اګست پر ۱۷مه»ولسمشر ټرمپ پرخپل ټویټر لیکلي، چې د افغانستان په اړه یې یوه ښه غونډه درلوده.
د افغانستان په اړه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو لوړپوړو سلاکارانو سره تر پرونۍ ناستې وروسته ،په يوه ټويټ کې له دې ناستې خوښ ښکاري نوموړي زياته کړې د ۱۹ کلنې جګړې ټول لوبغاړي او مونږ امريکا د امکان په وصورت کې د یوه ښه توافق په لټه کې یو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسي حال کې له خپلو لوړ پوړو سلاکارانو سره د افغان سولې په اړه ناسته کوي چې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو خبرې د «اګست پر ۱۲مه» له موافقې پرته پای ته ورسېدې، دواړو لورو هغه وخت ویلي وو، چې د راتلونکو ګامونو په اړه به له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)