دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 47624
د ایساف یوه هیلیکوپټره د افغانستان په جنوب کې بیړنۍ ناسته کړې
ایساف ځواکونه وايي، چې نن یې یوه هیلیکوپټر د افغانستان په جنوب کې بیړنۍ ناسته کړې.

د یادو ځواکونو له خوا په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په پيښه کې د هلیکوټپر سپرلۍ ته زیان نه دی اوښتی.

بل خوا وسلوالو طالبانو ادعا کړې چې دغه هلیکوپتر د دوي کسانو د لوګر د بابوس په سیمه کې د دوي د کسانو له خوا راغورځول شوې او سپاره عسکر یې وژل شوي.

خو ایساف ځواکونو د دوی ادعا رد کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayiny.49n0u1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته