آیساف ځواکونه وایي، د دوی یوې الوتکې پرون د افغانستان په جنوب کې بیړنۍ ناسته کړې.
د آیساف په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پيښې د علت په اړه پلټنې روانې دي. خو په هغه سیمې کې، چې دې الوتکې ناسته کړې، وسله وال فعالیت نه لري.
د راپور پر اساس د دې الوتکې سپرلۍ ته زیان نه دی رسېدلی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)