کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی: امنیتي او دفاعي ځواکونه به د بی ګناه وګړو د هر څاڅکې وینې غچ واخلي

27 اسد 1398 ساعت 17:36

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار د ودونو په یوه تالار کې د تېرې شپې خونړي برید په غبرګون کې په ټینګار سره ویلي چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به له جنایت کاره تروریستانو څخه د بې ګناه وګړو د هر څاڅکې وینې غچ واخلي او د دې پیښې د عامیلینو د ځپلو او موندلو لپاره به ټولو امکانات په کار واچوي.



د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي:”طالبان د ودونو په تالار کې د تېرې شپې خونړي برید په غندنې سره، ځانته برائت نشي ورکولی، ځکه هغوي پخپله د ترهګرو د فعالیت لپاره زمینه برابره کړې ده”.
ولسمشر غني اړونده مسولینو ته جدي لارښوونه کړې چې د دې غمجنې او خونړۍ  پیښې په اړه هر اړخیزې پلټڼې ترسره، او د دې ترڅنګ دې د پیښې ټپیانو او د قربانیانو کورنیو ته پوره پاملرنه وکړي.
ولسمشر غني دغه برید غندلی د قربانیانو له کورنیو سره یې د همدردۍ، غمشریکۍ او  خواشینۍ مراتب وړاندې کړي دي.
د دغې اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي چې نړیواله ټولنه باید د دغسې وحشیانه او بشر ضد اعمالو پر وړاندې چوپتیا غوره نه کړي.


د مطلب کود: 190198

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190198/ولسمشر-غنی-امنیتي-او-دفاعي-ځواکونه-د-بی-ګناه-وګړو-څاڅکې-وینې-غچ-واخلي

آوا
  https://www.avapress.com