کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلخ کې د افغان ځواکونو د هوایي برید په پایله کې ۱۵ طالب وسله وال وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 سنبله 1398 ساعت 9:43

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، د افغان هوایي ځواکونو د عملیاتو پرمهال د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.



بلخ د افغانستان په شمال کې هغه پروت ولایت دی چې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو له لوري یې ځینې ولسوالۍ تر تهاجمي بریدونو لاندې راغلې دي.
د ځایي چارواکو له قوله د دې ولایت پنځه ولسوالۍ دا مهال تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي خو په یادو ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو د دښمن د ځپلو په موخه عملیات پکې پیل کړي دي.
 


د مطلب کود: 190484

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190484/بلخ-کې-د-افغان-ځواکونو-هوایي-برید-په-پایله-۱۵-طالب-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com