کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان افغانستان ته د هند د ځمکنیو سوداګریزو لارو او د خپل هوایي حریم په تړلو غور کوي

خامه پریس , 6 سنبله 1398 ساعت 12:10

د پاکستان حکومت یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې اسلام آباد افغانستان ته د هند د ځمکنیو سوداګریزو لارو او د خپل هوایي حریم په تړلو غور کوي.



د پاکستان د ساینس او ټیکنالوجي وزیر فواد چودهري پرون ماښام یوه ټوېت کې ویلي، چې اسلام آباد افغانستان ته د هند د ځمیکنو سوداګریزو لارو پر بندولو غور کوي.
نومړی زیاته کړه، چې پر دې سربېره اسلام آباد هند ته د خپل هوایي حریم په بندولو هم غور کوي.
د ښاغلي چودهري په وینا، د دغو پرېکړو حقوقي مراحل تر ارزوني لاندې ديږ
دا په داسې حال کې ده چې د هند له خوا د کشمیر د ځانګړي حالت له ختمولو وروسته د نوي دهلي او اسلام آباد ترمنځ تاوتریخوالي ډېر شوی دی.
 


د مطلب کود: 190655

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190655/پاکستان-افغانستان-ته-د-هند-ځمکنیو-سوداګریزو-لارو-او-خپل-هوایي-حریم-په-تړلو-غور-کوي

آوا
  https://www.avapress.com