کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت: هرات کې د طالبانو څلور کلیدي غړي تسلیم شوي

27 سنبله 1398 ساعت 12:09

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو څلور کلیدي غړي افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.



د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، هرات ولایت کې د طالبانو څلور کلیدي غړي چې، له مودو راهیسې یې ددغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د افغان دولت ضد فعالیتونه ترسره کول،تېره ورځ افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یادو کسانو خپل جنګي تسلېحات، نظامي تجهیزات او دوه عرادې موټرسایکلونه هم پولیسو ته تسلیم کړي دي.
 


د مطلب کود: 191749

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191749/حکومت-هرات-کې-د-طالبانو-څلور-کلیدي-غړي-تسلیم-شوي

آوا
  https://www.avapress.com