د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، هرات ولایت کې د طالبانو څلور کلیدي غړي چې، له مودو راهیسې یې ددغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د افغان دولت ضد فعالیتونه ترسره کول،تېره ورځ افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یادو کسانو خپل جنګي تسلېحات، نظامي تجهیزات او دوه عرادې موټرسایکلونه هم پولیسو ته تسلیم کړي دي.