دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 257117
رئیس الوزراد اسلامي امارت ځواکونو ته په خطاب کې وویل:

حکومت پر هغو چارواکو رحم نه کوي چې پر ولس رحم نه کوي

حکومت پر هغو چارواکو رحم نه کوي چې پر ولس رحم نه کوي
د اسلامي امارت رئیس الوزرا پرون شنبه (اسد ۲۲) په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د اسلامي امارت د ځینو ځواکونو د ناوړه چلند او تاوتریخوالي په وړاندې خبرداری ورکړ او هغوی ته یې وویل: هر هغه دولتي چارواکی چې پر ولس رحم نه کوي، حکومت به هم پر دوی رحم ونه کړي «زه به دا په واضح ډول ټولو چارواکو ته اعلان کړم».
افغان غږ خبری آژانس: ملا محمد حسن اخند؛ د اسلامي امارت رئیس الوزراشنبه (اسد ۲۲) په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د اسلامي امارت مسؤلینو او ځواکونو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل: هر هغه دولتي چارواکی چې پر ولس رحم ونه کړي، حکومت به پر دوي رحم ونه کړي.
 
د اسلامي امارت د کابینې مشر څرګنده کړه چې د اسلامي امارت د ځواکونو خپلسري باید پریږدي او له چارواکو او دولتي ځواکونو یې وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.
 
د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي هم په دې کتنه کې وویل: په دې هیواد کې هیڅوک د دغه وزارت د کارکوونکو له خوا نه دي ځورول شوي.
 
هغه څرګنده کړه: د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکونکي مکلفیت دي چې د زور په کارولو سره د منکراتو مخه ونيسي.
 
حنفي د افغانستان له دیني عالمانو او خلکو هم وغوښتل چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
 
د اسلامي امارت د کابینې د مشر دا خبرداری په داسې حال کې راځي چې د اسلامي امارت د تاسیس د یو کال په تېرېدو سره د اسلامي امارت د منسوبینو له خوا د خلکو د زورونې او ځورونې ځینې راپورونه خپریږي.
 
https://avapress.com/vdcizyaryt1awz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته