کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت: افغان ځواکونو د غزني جغتو ولسوالي له طالبانو بېرته نیولې

31 سنبله 1398 ساعت 10:12

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د غزني ولایت د جغتو ولسوالي وروسته له دوو کلونو له وسله والو طالبانو بېرته نیولې ده.



د ملې دفاع وزارت د خبرپاڼې مخې، په غزني ولایت کې د مبین په نوم عملیاتو د دویم پړاو په ترڅ کې پرون شنبه افغان ځواکونو د جغتو ولسوالۍ له وسله والو طالبانو نیولې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د جغتو ولسوالۍ په آزادیدو سره، د غزنی ولایت مالستان، جاغوري، اجرستان او ناوړ ولسوالۍ ددغه ولایت له مرکز سره ونښلول شوې.
د غزني ولایت چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د مبین په نوم عملیات د ملي اردو د دريمې لېوا مخکيني قومندان ډګروال عبدالمبين(مجتبی) ته چې څو اونۍ مخکې قره باغ ولسوالۍ کې ووژل شو، د درناوي په پار پیل شوي دي.
 


د مطلب کود: 191932

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191932/حکومت-افغان-ځواکونو-د-غزني-جغتو-ولسوالي-له-طالبانو-بېرته-نیولې

آوا
  https://www.avapress.com