کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاکنو کمېسیون: ډېر ژر به د رأی ورکوونکو ابتدایی شمېر اعلان شی

7 میزان 1398 ساعت 12:30

د ټاکنو کمېسیون: ډېر ژر به د رأی ورکوونکو ابتدایی شمېر اعلان شی



د کمېسیون چارواکو ویلی،چې د تخنیکی ستونزو له امله نه شی ویلی چې څومره وګړو رأیه ورکړې ده.
په افغانستان کې د ټاکنو یوشمېر کورنیو څارونکو ادارو ویلی چې پرونی انتخابات د پخوا په پرتله شفاف وو، خو د خلکو ګډون کمزوری و.
د ازادو او عادلانه ټاکنو د ادارې فیفا مشر یوسف رشید وایی دوی اټکل کوی چې دوه میلیونه کسانو به چې د رأی ورکولو په شرایطو برابر وو او نومونه یې ثبت کړې وو، رأیې ورکړې وی.
یوسف رشید وویل،چی پرون ۴۰۰ انتخاباتی مرکزونه تړلی وو.
په افغانستان کې ۹ میلیونه او ۶۰۰ زره کسانو چې د رأی ورکولو په شرایطو برابر وو، نومونه ثبت کړی وو.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ ویلی چې که سترې ستونزې پېښې نه شی، د جمهوری ریاست د ټاکنو ابتدایی پایلې به د میزان په اووه ویشتمه اعلان سی.


د مطلب کود: 192305

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192305/د-ټاکنو-کمېسیون-ډېر-ژر-رأی-ورکوونکو-ابتدایی-شمېر-اعلان-شی

آوا
  https://www.avapress.com