کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملالۍ میوندۍ مقبره بیارغول کېږی

10 میزان 1398 ساعت 10:52

د انجینر شریفی په مشرۍ دجمهوری ریاست څخه درې کسیزه د انجینرۍ او مهندسۍ ټیم راورسید او په ولایت مقام کی یې دکندهار والی حیات‌الله حیات سره وکتل.
په دې لیدنه کښی شریفی وویل؛ د جمهوری ریاست په لارښوونه یې کندهار ته سفر کړی، څو د ملالۍ میوندۍ د مقبرې د جوړېدو سروې وکړی.

شریفی زیاته کړه؛ د دغی مقبرې د بیارغونی چاری به د تاریخی قدامت ساتلو ترڅنګ د معمارۍ د فنونو مطابق پیل سی؛ څو له یوې خوا تاریخی ارزښت وساتل سی او له بل پلوه مقبره له ویجاړیدو ساتل سوې وی.
کندهار والی حیات‌الله حیات د ملالۍ میوندۍ د مزار د بیارغولو لپاره د پلاوی په راتګ خوښی څرګنده کړه او د جمهوری ریاست دغه اقدام یې د ملی ارزښتونو د خوندیتوب په برخه کښی موثر ګام وباله.
والی زیاته کړه؛ ملاله میوندۍ د هیواد د زرین تاریخ یوه نه تکراریدونکې څیره ده او پر ولسونو یې ږغ وکړ، چی د پوهی او قلم په مرسته دی د ملالۍ میوندۍ پر پله، پل کښیږدی او راغلی پلاوی ته یې په یاده برخه کی د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د مطلب کود: 192432

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192432/د-ملالۍ-میوندۍ-مقبره-بیارغول-کېږی

آوا
  https://www.avapress.com