کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت:افغان ځواکونو د طالبانو له ۱۱ زندانونو ۴۰۰ بندیان ازاد کړي

13 میزان 1398 ساعت 9:57

دفاع وزارت:افغان ځواکونو د طالبانو له ۱۱ زندانونو ۴۰۰ بندیان ازاد کړي
د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي تېره شپه ځانګړو ځواکونو د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کي د دین محمد په کلي عملیات کړي او د وسله والو طالبانو زندان يې مات کړی او ۱۳ تنه ...


افغان ځواکونو د طالبانو له زندانه ۱۳ تنه ازاد کړي
د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي تېره شپه ځانګړو ځواکونو د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کي د دین محمد په کلي عملیات کړي او د وسله والو طالبانو زندان يې مات کړی او ۱۳ تنه يې ترې را خوشي کړي.
د افغانستان د دفاع وزارت ويلي،چي د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کې د طالبانو له یوولسو زیات زندانونه د افغان ځواکونو د عملیات پرمهال مات شوي او ۴۰۰ زندانیان چې ملکي او پوځي کسان پکې شامل و خوشي شوي دي.
تر دې مخکې یوناما د طالبانو په زندانونو کې له زندانیانو سره د طالبانو د بد وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، خو طالبانو د یوناما راپور رد کړی دی.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 192570

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192570/دفاع-وزارت-افغان-ځواکونو-د-طالبانو-له-۱۱-زندانونو-۴۰۰-بندیان-ازاد-کړي

آوا
  https://www.avapress.com