دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 192570
دفاع وزارت:افغان ځواکونو د طالبانو له ۱۱ زندانونو ۴۰۰ بندیان ازاد کړي
دفاع وزارت:افغان ځواکونو د طالبانو له ۱۱ زندانونو ۴۰۰ بندیان ازاد کړي د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي تېره شپه ځانګړو ځواکونو د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کي د دین محمد په کلي عملیات کړي او د وسله والو طالبانو زندان يې مات کړی او ۱۳ تنه ...
افغان ځواکونو د طالبانو له زندانه ۱۳ تنه ازاد کړي
د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي تېره شپه ځانګړو ځواکونو د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کي د دین محمد په کلي عملیات کړي او د وسله والو طالبانو زندان يې مات کړی او ۱۳ تنه يې ترې را خوشي کړي.
د افغانستان
د دفاع وزارت ويلي،چي د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کې د طالبانو له یوولسو زیات زندانونه د افغان ځواکونو د عملیات پرمهال مات شوي او ۴۰۰ زندانیان چې ملکي او پوځي کسان پکې شامل و خوشي شوي دي.
تر دې مخکې یوناما د طالبانو په زندانونو کې له زندانیانو سره د طالبانو د بد وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، خو طالبانو د یوناما راپور رد کړی دی.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcja8evyuqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته