کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په عراق کې د مظاهرو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر ٩٣ ته رسېدلى

14 میزان 1398 ساعت 10:33

د عراق په پارلمان کې د بشري حقونو کمېسيون نن وويل چې په بغداد او د عراق د جنوب په نورو ښارونو کې د مظاهرو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر ٩٣ ته رسېدلى دى.


د عراق په پارلمان کې د بشري حقونو کمېسيون نن وويل چې په بغداد او د عراق د جنوب په نورو ښارونو کې د مظاهرو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر ٩٣ ته رسېدلى دى.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې ناکراري پنځمې ورځې ته ورسېدله.
کمېسيون وايي، د اوزګارتيا، کمزورو عامه خدماتو او پراخ اداري فساد له کبله په دغو مظاهرو کې چې تېره سې شنبه پيل شوې، نږدې ٤٠٠٠ کسان ټپيان شوي دي.
د عراق چارواکو انټرنټي خدمات بلاک کړي او په جنوبي ولايتونو کې د مرګ ژوبلې شمېر سوکه تأييدوي.
د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي پرون په يوه ټلويزيوني وينا کې ژمنه وکړه چې د مظاهره چيانو برحقې غوښتنې به منل کېږي.
خو صدراعظم دا خبردارى هم ورکړ چې د عراق د ستونزو لپاره کوم جادويي حل نه شته.


د مطلب کود: 192630

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192630/په-عراق-کې-د-مظاهرو-پر-مهال-وژل-شويو-کسانو-شمېر-٩٣-ته-رسېدلى

آوا
  https://www.avapress.com