کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

‎کمېسیون: څو ځلې زموږ پر سرور سایبري بریدونه سوي

20 میزان 1398 ساعت 13:21

د څه مودې راهیسي د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرور ته د بایومټریک دستګاوو د معلوماتو د لېږد سرعت له ستونزو سره مخ و.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د سرعت د کموالي لامل یې پر سرور لا له وړاندې د درملوګ کمپنۍ له لوري د سایبري بریدونو د دفع کولو امنیتي تدابیرو زیاتوالی و.

د دغه کمېسیون غړې رحیمې ظریفي ویلي، چې تر اوسه څو ځلې د بایومټریک دستګاوو د اطلاعاتو پر زیرمتون یا سرور بریدونه سوي دي. 
نوموړې وايي چې د ټاکنو کمېسیون سرور امنیتي تدابیر د جرمني د درملوګ کمپنۍ له لوري نیول کېږي. 
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي ریس یوسف رشید وايي، کمېسیون باید تر وروستي بریده هڅې وکړي، څو د کمېسیون سرور په کور دننه او بهر له هک کېدو وساتي

د مطلب کود: 192901

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192901/کمېسیون-څو-ځلې-زموږ-پر-سرور-سایبري-بریدونه-سوي

آوا
  https://www.avapress.com