کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان حکومت له اتلسو کلونو وروسته د پیسو نړیوال صندوق معیارونه پوره کړل

21 میزان 1398 ساعت 10:43


له مالیې وزارت نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، افغانستان بریالی شوی چې په تېرو اتلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د پیسو د نړیوال صندوق معیارونه پوره کړي.
د ماليې وزارت وایي د پيسو له نړیوال صندوق سره تر اوږدو ارزونو وروسته دوی بریالي شوي، چې له فساد سره د مبارزې، اصلاحاتو، اسانتیاوو راوستو، سترو اقتصادي پرمختګونو، اقتصادي ودې او دې ته ورته مواردو کې د پیسو د نړیوال بانک معیارونه پوره کړي.
د افغان خبری آژانس د سرچینې په خبره دا کار په تېرو اتلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره شوی دی او په دې توګه په مالي برخه کې د افغانستان باور نور هم لوړ شوی دی.
مالیې وزارت وایي له دې سره به په افغانستان کې د اصلاحاتو لړۍ نوره هم چټکه او پراخه شي چې افغانستان به د پیسو د نړیوال صندوق لا ډېرې تشویقې پیسې ترلاسه کړي.
مالیې وزارت وایي چې افغانستان ته د ورکول کېدونکو تشویقي پیسو کچه ۴۴.۴ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ


د مطلب کود: 192969

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192969/افغان-حکومت-له-اتلسو-کلونو-وروسته-د-پیسو-نړیوال-صندوق-معیارونه-پوره-کړل

آوا
  https://www.avapress.com