دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 192969
افغان حکومت له اتلسو کلونو وروسته د پیسو نړیوال صندوق معیارونه پوره کړل
له مالیې وزارت نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، افغانستان بریالی شوی چې په تېرو اتلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د پیسو د نړیوال صندوق معیارونه پوره کړي.
د ماليې وزارت وایي د پيسو له نړیوال صندوق سره تر اوږدو ارزونو وروسته دوی بریالي شوي، چې له فساد سره د مبارزې،
اصلاحاتو، اسانتیاوو راوستو، سترو اقتصادي پرمختګونو، اقتصادي ودې او دې ته ورته مواردو کې د پیسو د نړیوال بانک معیارونه پوره کړي.

د افغان خبری آژانس د سرچینې په خبره دا کار په تېرو اتلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره شوی دی او په دې توګه په مالي برخه کې د افغانستان باور نور هم لوړ شوی دی.
مالیې وزارت وایي له دې سره به په افغانستان کې د اصلاحاتو لړۍ نوره هم چټکه او پراخه شي چې افغانستان به د پیسو د نړیوال صندوق لا ډېرې تشویقې پیسې ترلاسه کړي.
مالیې وزارت وایي چې افغانستان ته د ورکول کېدونکو تشویقي پیسو کچه ۴۴.۴ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ
https://avapress.com/vdcb05b89rhb99p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته