کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صدیقي: لا هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته اړتیا لیدل کېږي

21 میزان 1398 ساعت 11:05

ارګ د ټرمپ پر څرګندونو غبرګون ښودلی او وایي ددې وخت نه دی چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.
وروسته له دې چې ټرمپ په یوه کمپایني غونډه کې له افغانستان د خپلو سرتېرو پر ایستلو ټینګار وکړ، ارګ وایي لا ددې وخت نه دی چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي


ارګ د ټرمپ پر څرګندونو غبرګون ښودلی او وایي ددې وخت نه دی چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.
وروسته له دې چې ټرمپ په یوه کمپایني غونډه کې له افغانستان د خپلو سرتېرو پر ایستلو ټینګار وکړ، ارګ وایي لا ددې وخت نه دی چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي امریکا باید له افغان پوځ سره اوږه په اوږه د ترهګرو پر وړاندې مبارزه وکړي.
د صدیقي په خبره ترهګرې ډلې تر دې دمه په افغانستان کې جګړه کوي او امریکا ته په کار ده چې ددوی د پرمختګ مخه ونیسي.
ټرمپ ویلي وو، چې امریکا په افغانستان کې اتلس کاله حضور درلود نو اوس ددې وخت دی چې خپل پوځيان له دې هېواد وباسي.
ډېری نړیوال او کورني شنونکي هم په دې باور دي چې په افغانستان کې د جګړو ددوام ستر لامل د بهرنیو ځواکونو حضور دی او باید دوی د یوې هوکړې له مخې له افغان خاورې ووځي.


د مطلب کود: 192974

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192974/صدیقي-لا-هم-په-افغانستان-کې-د-بهرنیو-ځواکونو-حضور-ته-اړتیا-لیدل-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com