کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غور ولایت کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

22 میزان 1398 ساعت 13:36


د غور ولایت مرکز ته نږدې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۲ مېرمنې وژلې او ګڼو سورلیو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د غور ولایت د ولایتي شورا غړی «عبدالحمید ناطقي» وايي « د فیروزکوه ښار په څو کیلومترۍ کې په بندبایان سیمه کې د سپرلۍ په یو موټر باندې د سړک د غاړې ماین چاودلی، چې په پایله کې یې ۲ مېرمنې وژل شوې او ګڼ نور شمېر نور کسان ټپیان دي».
بل لور ته د غور ولایت امنیتي مسئولین بیا پېښه له لارې څخه د موټر د اوښتلو په پایله کې رامنځته شوې بولي او په خبره یې د مرګ ژوبلې په تړاو لا هم دقیق معلومات نشته.


د مطلب کود: 193058

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193058/غور-ولایت-کې-چاودنې-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com