کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان د ټاکنو کمېسیون د ۸ کارمندانو د خوشې کولو لپاره پيسې غواړي

24 میزان 1398 ساعت 16:57


د پروان ولایتي چارواکي وايي، طالبانو د ټاکنو له ورځې د دغه ولایت له شینوارو ولسوالۍ څخه د تښتولیو ټاکنیزو کارمندانو دخوشې کولو په بدل کې پيسې غوښتې دي.

د پروان امنیه قومندان جنرال محفوظ ولي زاده وايي، طالبانو دا غوښتنه د کویټې شورا په امر ترې کړې ده.

بلخواد ټاکنو ولایتي دفتر وايي، د خپلو هغو اتو کارمندانو د برخلیک په اړه اندېښنه لري چې طالبانو د ټاکنو په ورځ له شینوارو ولسوالۍ څخه برمته کړي وو او لا هم ورسره دي.

طالبانو بیا په دې تړاو لا تراوسه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په سرپل کې د ټاکنو یو مؤقتي کارمندا وژلی و.


د مطلب کود: 193274

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193274/طالبان-د-ټاکنو-کمېسیون-۸-کارمندانو-خوشې-کولو-لپاره-پيسې-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com