کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لرغونپوهانو په کاپيسا کې د کنشکا د وخت د ۲ زمریانو مجسمې کشف کړې

26 میزان 1398 ساعت 16:16


لرغون پوهانو په کاپيسا په خم زرګر تاریخي سیمه کې له ۴۵ کلونو وروسته د دوه زمریانو مجسمې وموندلې.
خم زرګر هغه سیمه ده چې افغان حکومت په کې له ۱۳۴۷ کال راهیسې کیندنې پيل کړې وې چې بیا وروسته دا پروسه بنده شوه.
د کاپیسا د والي مطبوعاتي دفتر لیکلي، دا دوه زمریان چې ژبې یې را ایستل شوي د خم زرګر سیمې تر خاورو لاندې شوي یو کور کې موندل شوې دي، چې مخینه یې زرګونه کاله پخوانۍ او د کنشکا په دورې پورې اړه لري.
د کاپیسا ولایتي اداره وايي، د دې ولایت والي عبداللطیف مراد او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال محمد رسول باوري د دغو مجسمو له کشف وروسته سمدواره سیمې ته رسېدلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په اتو تاریخي ولایتونو کې یې د لرغونپوهانو په مرسته د پنځو کلونو لپاره کیندنې پیل کړې دي چې په دې پروګرام کې کاپيسا ولایت هم شامل دی.


د مطلب کود: 193401

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193401/لرغونپوهانو-په-کاپيسا-کې-د-کنشکا-وخت-۲-زمریانو-مجسمې-کشف-کړې

آوا
  https://www.avapress.com