دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 193401
لرغونپوهانو په کاپيسا کې د کنشکا د وخت د ۲ زمریانو مجسمې کشف کړې
لرغون پوهانو په کاپيسا په خم زرګر تاریخي سیمه کې له ۴۵ کلونو وروسته د دوه زمریانو مجسمې وموندلې.
خم زرګر هغه سیمه ده چې افغان حکومت په کې له ۱۳۴۷ کال راهیسې کیندنې پيل کړې وې چې بیا وروسته دا پروسه بنده شوه.
د کاپیسا د والي مطبوعاتي دفتر لیکلي، دا دوه زمریان چې ژبې یې را ایستل شوي د خم زرګر سیمې تر خاورو لاندې شوي یو کور کې موندل شوې دي، چې مخینه یې زرګونه کاله پخوانۍ او د کنشکا په دورې پورې اړه لري.
د کاپیسا ولایتي اداره وايي، د دې ولایت والي عبداللطیف مراد او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال محمد رسول باوري د دغو مجسمو له کشف وروسته سمدواره سیمې ته رسېدلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په اتو تاریخي ولایتونو کې یې د لرغونپوهانو په مرسته د پنځو کلونو لپاره کیندنې پیل کړې دي چې په دې پروګرام کې کاپيسا ولایت هم شامل دی.
https://avapress.com/vdcdzs0ffyt0no6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته