کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فوټبال: ګرانادا اوساسونا ته ۱-۰ ماتې ورکړه

27 میزان 1398 ساعت 17:18


د هسپانیا لالیګا لیګ په روان پړاو سیالیو کې ګرانادا، چې په دغې لوبو کې یوه مخکښه لوبډله ده په اوساسونا یو ګول وکړ او ماتې یې ورکړه.
ګرانادا ته د دې لوبې په چیتونو مانیسیز په ۳۸مه دقیقه کې ګول وکړ.
اوساسونا لوبډلې په دغې لوبه کې یو ګول هم ونه شو کړای.
د لالیګا په روان پړاو سیالیو کې تر اوسه هرې لوبډلې اته اته لوبې کړي؛ خو د ګرانادا او اوساسونا لوبډلو دا نهمه لوبه وه.
ګرانادا لوبډلې په نهه لوبو کې پنځه ګټلي، دوه یې بایللي او دوه یې مساوي شوي، په ۱۷ نمرو له ریال مادرېد وروسته په دویم مقام کې ده؛ خو اوساسونا لوبډلې له نهه لوبو دوه ګټلي، پنځه یې بایللي او دوه یې مساوي شوي دي، په ۱۱ نمرو د جدول په یولسم مقام کې ده.
په دغې سیالیو کې شل لوبډلې یو د بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي.


د مطلب کود: 193474

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193474/فوټبال-ګرانادا-اوساسونا-ته-۱-۰-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com