د افغانستان د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځه په نښته کې لږ تر لږه شلو تنو امنیتي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په ارزګان کې ۲۰ تنه سرتیري شهیدان شوي دی
29 میزان 1398 ساعت 16:45
د افغانستان د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځه په نښته کې لږ تر لږه شلو تنو امنیتي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ارزګان د امنیې قومندانۍ ویاند خطاب خنجر خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو په ګیزاب ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د برید نه وروسته نښته پیل شوه.
په تیرو ۴۸ ساعتونو کې په ترسره شوو نښتو کې شلو تنو امنیتي ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۸ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي . په عملیاتو کې ۲۲ تنه طالبان ټپیان شوي دي.
طالبانو بیا په ګیزاب ولسوالۍ د بریدونو سره د یو زیات شمیر امنیتي پوستو د نیولو ادعا کړې ده .
د مطلب کود: 193669