کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سي ان ان:عربستان له امریکا څخه اخیستل شوې وسلې القاعده او نورو ترهګرو ډلو ته ورکوي

30 میزان 1398 ساعت 10:56


د سي ان ان تلویزیون د راپور له مخې، سعودي عربستان له امریکا سره د شویو هوکړو پر خلاف له دغه هېواده اخیستل شوې وسلې القاعده او نورو ترهګرو ډلو ته ورکوي.
سي ان ان راپور ورکړی چې سعودي او د یاد هېواد نور شریکان د امریکا ساخت وسلې، په یمن کې له القاعده ډلې سره تړلو ترهګرو ته لېږدولې دي.
د راپور له مخې، دا امریکایي وسلې ځینې وختونه په یمن کې د حوثي یاغیانو لاسونو ته هم ورغلې دي.
د راپور تر خپرېدو وروسته د امریکا یو دفاعي چارواکي هم د دې خبر پخلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه دوی خپلې څېړنې پیل کړې دي. سعودي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 193698

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193698/سي-ان-عربستان-له-امریکا-څخه-اخیستل-شوې-وسلې-القاعده-او-نورو-ترهګرو-ډلو-ته-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com