کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب کې چاودنې له امله ۱۱ تنه شهیدان او ټپیان شوی

1 عقرب 1398 ساعت 23:27

د طالبانو یو ځای پرځای شوی ماین چاودنې له امله د فاریاب بلچراغ ولسوالی بازار کې دوتنه امنیتی ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ تنه نور د ملکی وګړو په ګډون ټپیان شوی دی.


د آوا په ګزارش سره: عبدالکریم یورش د فاریاب پولیسو قوماندانی ویاند په دی اړه آوا خبرنګار ته وویل: طالبان خپل ځآی پرځآی کړي ماین چی ریموت له لاری کنترول کېدل د بلچراغ ولسوالی یو بازار کې یو دوکان ترڅنګ ځای پرځای کړي وو او د امنیتی ځواکونو تیریدو په وخت کې چاودنه ورکړی دی.
یورش زیاته کړه: دا ماین دقیقا هغه وخت چاودیدلی دی چی امنیتی ځواکونه بازار کې ګشت او ګزار باندی مصروف وو او د سیمی څخه تیریدل.
د هغه په وینا د پیښی ۹ تنو ټپیانو څخه، ۳ تنه امنیتی ځواکونه او ۶ تنه نور ملکی وګړی دی چی دوه کوچنیان هم پکی شامل دی.
یورش، د درو تنو وضعیت ملکی وګړو دا خراب بللی او ویلی دی: هغوی د الوتکو له لاری فاریاب مرکز روغتون ته استول شوی دی.
 


د مطلب کود: 193833

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193833/فاریاب-کې-چاودنې-له-امله-۱۱-تنه-شهیدان-او-ټپیان-شوی

آوا
  https://www.avapress.com