امریکا دفاع وزات وایي، باور کیږي چې پرون شنبه امریکایي ځواکونو د سوریې په شمال لویدیځ کې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی دی.
د دغه وزارت لوړ پوړو چارواکو CNN خبري آژانس ته ویلي دي، چې اوسمهال د وژل شوي تن پر جسد باندې DNA او بایومټریکي پلټنې روانې دي.
د یاد وزارت چارواکي وایي، داسې ښکاري چې ابوبکر البغدادي د برید پرمهال د ځانمرګي واسکټ د چاودنې له امله وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د سي اِن اِن تر راپور وړاندې نیوزویک خبري آژانس هم خبر خپور کړی و، چې باور کیږي نوموړی وژل شوی دی