کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په امریکا کې د پوهنتون د فراغانو په پارټۍ وسله وال برید وشو

6 عقرب 1398 ساعت 8:53

د امریکا د تګزاس په ایالت کې د پوهنتون د فارغانو په لمانځغونډې وسله وال برید شوی دی.


په امریکا متحده ایالتونو کې  د پوهنتون د فارغانو لخوا جوړه شوې  په لمانځغونډې  وسله وال برید شوی دی. 
پيښه  د امریکا په تکزاس ایالت کې رامنتځته شوې ده .
پولیسو  د معلوماتو له مخې  پدې برید کې  ۲ تنه مړه  او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.
د تکزاس  ایالت د پولیسو د مشر دفتر  ویلي‌ دي‌ چې د یاد شوي ایالت د ګرین ویل  په ښار کې د تکزاس ای ایند ام  پوهنتون  د ترڅنګ  د ځوانانو په  د خوښۍ په پارټۍ  وسله وال برید شوی دی چې په نتیجه کې دوه تنه مړه او ۱۴ تنه نور ټپيان شوي‌ دي.
ویل کیږي‌ دا پارټي‌  د یاد شوي‌ پوهنتون  د فارغانو لخوا د خپل فراغت  د لمانځولو په موخه  جوړه شوې وه. 
پولیسو د برید په اړه د لا زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه کړې د ه. د یو سیمه ایز تلویزیون خبریال بیا ویلي‌ دي‌ چې  پولیس ګمان کوي‌ چې پډې برید کې  د اټوماتیک ماشیندارې نه کار اخیستل شوی وي.
د برید لامل هم  معلوم  ندی او د برید کوونکي‌ په اړه څه ندي‌ ویل شوي.


د مطلب کود: 194106

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194106/په-امریکا-کې-د-پوهنتون-فراغانو-پارټۍ-وسله-وال-برید-وشو

آوا
  https://www.avapress.com