د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه نن د غرمې ساعتونو کې د احمد شاه بابا مینې په سیمه کې شوې ده .
عینې شاهدانو پدې چاودنه کې د دوو تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
سیمه ایزو رسنیو ویلي دی چې چاودنه د ځای په ځای شوي یو ماین په پایله کې رامنځته شوې ده .
دا چې د برید هدف څوک وو پدې اړه څه ندي ویل شوي.
د برید مسئولیت هم تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.