کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو په سوریه کې د اوربند غوښتنه کړې

7 عقرب 1398 ساعت 11:44


د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیر پیډرسن د سوریې په شمال ختیځ کې د اوربند د مودې غځېدو غوښتنه کړې ده.
 پیډرسن د سوریې د اته کلنې جګړې ختمولو لپاره پر یوه سیاسي بهیر ټینګار کوي. پیډرسن ویلي، نن به د ترکیې، ایران او روسیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په ژنیو کې وګوري.
 دغو درې هېوادونو د سوریې په جګړه کې عمده رول لوبولی دی.
 دا لیدنه د سوریې د اساسي قانون د کمېټې تر لومړنۍ غونډې دمخه کیږي. 
پر همدې مهال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي، چې کرد ځواکونه لا په بشپړ ډول د سوریې له شمال ختیځه نه دې وتلي.
 د دې سیمي په جګړه کې د روسیې په منځګړیتوب یوه وقفه رامنځته سوې چې دا موده نن پای ته رسیږي.


د مطلب کود: 194217

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194217/ملګرو-ملتونو-په-سوریه-کې-د-اوربند-غوښتنه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com