کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د آغاخان پراختیایي شبکې له نوي ګومارل شوي ډېپلماتیک استازي سره د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پېژندګلوۍ لېدنه

9 عقرب 1398 ساعت 15:12

د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي ادریس زمان، په کابل کې د آغاخان د پراختیایي شبکې نوې ګومارل شوې ډېپلماتیکې استازې اغلې شهیرازاده هجری سره د پېژندګلوی لېدنه وکړه .
آغلې هجري خپل باورلیک بهرنیو چارو وزارت سرپرسته ته وړاندې کړ او څرګنده ېې کړه: لدې چې په افغانستان کې به د دې بنسټ د استازې په توګه فعالیت وکړم، خوشاله یم.
هغې ښاغلي زمان ته افغانستان لپاره د آغاخان د پراختیايي شبکې د راتلونکو پروګرامونو په تړاو مالومات وړاندې کړل.
ښاغلي زمان هم په افغانستان کې د دې بنسټ له هلو ځلو او همکاریو څخه مننه څرګنده کړه.



د مطلب کود: 194406

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194406/د-آغاخان-پراختیایي-شبکې-له-نوي-ګومارل-شوي-ډېپلماتیک-استازي-سره-بهرنیو-چارو-وزارت-سرپرست-پېژندګلوۍ-لېدنه

آوا
  https://www.avapress.com