دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۲
د مطلب کود : 194406
د آغاخان پراختیایي شبکې له نوي ګومارل شوي ډېپلماتیک استازي سره د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پېژندګلوۍ لېدنه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي ادریس زمان، په کابل کې د آغاخان د پراختیایي شبکې نوې ګومارل شوې ډېپلماتیکې استازې اغلې شهیرازاده هجری سره د پېژندګلوی لېدنه وکړه . آغلې هجري خپل باورلیک بهرنیو چارو وزارت سرپرسته ته وړاندې کړ او څرګنده ېې کړه: لدې چې په افغانستان کې به د دې بنسټ د استازې په توګه فعالیت وکړم، خوشاله یم. هغې ښاغلي زمان ته افغانستان لپاره د آغاخان د پراختیايي شبکې د راتلونکو پروګرامونو په تړاو مالومات وړاندې کړل. ښاغلي زمان هم په افغانستان کې د دې بنسټ له هلو ځلو او همکاریو څخه مننه څرګنده کړه.
https://avapress.com/vdcjyxevmuqehxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته