کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ ولایت کې د طالبانو ۳ تنه قوماندانان د نورو ۲۶ طالبانو سره وژل شوی

13 عقرب 1398 ساعت 12:31

آوا خبرګزاری، بلخ: د بلخ سیمه ییز چارواکې وایی چی طالبانو دری تنه مطرح قوماندانان د خپلو ۲۶ تنه کسانو سره په چهاربولک، زارع، کشنده او بلخ ولسوالیو کې وژل شوی دی.



 
حنیف رضائی د شاهین ۲۰۹ قول اردو مطبوعاتی مسئول د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل چی دا کسان تیره ورځ د هوایی ضرباتو، توپچی او مسلحانه نښتو کې وژل شوی دی.
دهغه په وینا، ملا غوث الدین، ملا صلاح الدین او ملا نور علی د طالبانو سیمه ییز قوماندانانو څخه د خپلو ۲۶ تنو سره وژل شوی او ۱۰ تنه یی هم ټپیان شوی دی.
رضایی زیاته کړه چی په دی امنیتی پیښو کې یو میل اسلحه ددرازنوف، دوه میله کلاشینکوف او طالبانو یو قاب دوربین د امنیتی او دفاعی ملی ځواکونو لاسته ورغلی دی.
د هغه په وینا په دی نښتو کې ملکی وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی او یواځی یو کس امنیتی ځواکونو څخه په شهادت رسیدلی دی.
 


د مطلب کود: 194688

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194688/په-بلخ-ولایت-کې-د-طالبانو-۳-تنه-قوماندانان-نورو-۲۶-سره-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com