کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو لوګر کې پنځو امریکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

15 عقرب 1398 ساعت 14:49


طالبان وایي، د لوګر ولایت په مرکز کې یې د امریکایي عسکرو په قطار باندې برید ترسره کړی او پنځو امریکایي عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د طالبانو خبرپاڼه کاږي «د الفتح بریمنو عملیاتو په لړ کې نن مازدیګر مجاهدینو د لوګر ولایت مرکز کې په امریکایي اشغالګرو ځپونکي کمین برید ترسره کړ، دغه برید د دوشنبې سیمه کې ترسره شوی چې پر مهال یې ۲ امریکایي اشغالګر وژل شوي، ۳ نور مرګوني ژوبل شوي او په دې برسېره دروند مالي زیان هم ور اوښتی دی.»
د طالبانو په خبره، په امریکایي عسکرو باندې ددوی تر برید وروسته چورلکو په سیمه بمبار کړی؛ خو چاته پکې زیان نه دی اوښتی.
یاده دې وي، چې تر دې دمه د ناټو قاطع ماموریت په دې تړاو څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 194903

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194903/طالبانو-لوګر-کې-پنځو-امریکايي-عسکرو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com