د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کړی چې په راتلونکو میاشتوکې به د هغو افغانانو شمېر لا زیات شي چې به بيړني ډول خوراکي توکو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه: بیړنیو مرستو ته د افغانانو اړتیا په ډیرېدو ده
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 قوس 1398 ساعت 10:59
د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کړی چې په راتلونکو میاشتوکې به د هغو افغانانو شمېر لا زیات شي چې به بيړني ډول خوراکي توکو ته اړتیا لري.
د ملګرو متلونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې د هوا د سړېدو، د جګړې د دوام او طبیعي افتونو د زیاتېدو له امله بشري مرستو ته د خلکو اړتیا د زیاتېدو په حال کې ده.
دې ادارې پرون د (نومبر ۲۳مه)، په افغانستان کې د وضعیت په اړه یو رپوټ خپور کړ.
د ملګرو ملتونو د سازمان دا اداره په هغو هېوادونو کې چې بحرانونه روان دي، د بشري مرستو رسولو هڅې کوي.
اوچا ویلي چې په افغانستان کې په دریو میاشو (اګست، سپټمبر او اکټوبر) کې له دریو وګړو یو وګړی د خوراکي توکو له قحطۍ سره مخامخ و.
د دې سازمان په وینا، سره له دې په افغانستان کې د تېر یوه کال په پرتله وضعیت یوڅه مثبت لور ته تللی خو بیا هم لږترلږ ۱۲اعشاریه ۶ میلیونه افغانان په بحران کې یا په داسې حالت کې چې په بېړني ډول خوراکي توکو ته اړتیا لري، ګڼل شوي دي.
خو د ملګرو متلونو د دې ادارې په پروني رپوټ کې چې رسنیو ته استول شوی، ویل شوي چې له دې میاشتې (نومبر) تر راتلونکي پسرلي (مارچ) پورې به د هغو افغانانو شمېر ۱۳ اعشاریه ۹ میلیونو ته لوړ شي چې خوراکي توکو ته اړتیا لري.
د دې اټکل پر اساس، د افغانستان د ولس په سلو کې ۳۷ وګړي به د خوراکي توکو مرستې ته اړمن وي.
د مطلب کود: 196179