کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا افغان ځواکونو سره د څلورو چورلکو مرسته وکړه

5 قوس 1398 ساعت 16:57

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې دغه چورلکې وړمه ورڅ د کندهار هوايي ډګر ته رسېدلي.


امریکا متحده ایالاتو افغان هوايي ځواک سره د څلورو چورلکو مرسته کړې ده.
د امریکا دفاع وزارت افغانستان ته د خپلو مرستو د لړۍ په ترڅ کې څلور نورې" ام ډي ۵۳۰ " سپکې جنګي الوتکې سپارلي دي.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې دغه چورلکې وړمه ورڅ د کندهار هوايي ډګر ته رسېدلي.
د راپورنو له مخې دغه چورلکې د امریکا لخوا د دېرشو ژمنه شویو چورلکو له ډلې دي چې افغانستان ته به ورکړل شي.
ویل کېږي چې راتلونکي کال کې به هم ۲۴ نورې ام ډي ۵۳۰ چورلکې افغان هوايي پوځ ته ورکړل شي.


د مطلب کود: 196384

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196384/امریکا-افغان-ځواکونو-سره-د-څلورو-چورلکو-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com