کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

که لاریون کوونکي له قانونه سرغړونه کوي نو امنیتي ځواکونه به سخت ځواب ورکړي

8 قوس 1398 ساعت 13:31


عبدالله عبدالله له خپلو پلویانو غوښتي چې سړکونو ته راووځي او د خپلو حقونو غوښتلو لپاره پراخ لاریونونه وکړي؛ خو عطا محمد نور بيا د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم پلويانو ته ويلي دي، چې لاريون ته دې نه راووځي؛ ځکه دا خلک غواړي کړکېچ رامنځ ته کړي.
عطا نور په خپله ټوېټر پاڼه د وېډیو له لارې پر خلکو غږ کړی دی، چې د ثبات او همپالنې ټیم غواړي کړکېچ رامنځته کړي؛ خو څوک به دوى ته د کړکېچ جوړولو اجازه ور نه کړي.
نوموړي په ټينګار سره په دغه ويډيو کې ويلي دي، که لاريون کوونکي له قانون څخه سرغړونه وکړي؛ نو امنيتي ځواکونه دې ورته سخت ځواب ورکړي او دوى دې وځپي.
عطا نور ویلي دي، خلک دې نور د يو شمېر کسانو په تشو ژمنو نه غلطیږي او د هغو خکلو تر شا دې نه درېږي چې يوازې د خپلې چوکۍ غم ورسره وي.


د مطلب کود: 196644

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196644/لاریون-کوونکي-له-قانونه-سرغړونه-کوي-نو-امنیتي-ځواکونه-سخت-ځواب-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com