کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران کې د هوا ککړتیا له امله ښوونځي تړل شوي دي

9 قوس 1398 ساعت 10:48


د ایران په پلازمېنه تهران کې د هوا د زیاتې ککړتیا له امله وړوکتونونه، ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي.
د تهران د والي د مرستیال محمد تقي زاده له قوله لیکلي چې د هوا ککړتیا ښایي تر دې هم زیاته شي.
تقي زاده ویلي چې ځانګړې کمېټې د تعلیمي ادارو د تړلو پرېکړه کړې ده.
په تهران کې ټول ورزشي فعالیتونه هم لغوه شوي او چارواکو د خلکو نه په ځانګړي ډول د پاخه عمر او ماشومانو نه غوښتي چې له اړتیا پرته دې ښار ته نه ځي.
د ایران د پلازمینې تهران هوا د نړۍ په کچه تر ټولو ککړه ده.
د تهران هوا د نومبر د میاشتې له نیمایي راهیسې د هوا د ککړتیا خطرناکې کچې ته لوړه شوې ده.


د مطلب کود: 196699

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196699/ایران-کې-د-هوا-ککړتیا-له-امله-ښوونځي-تړل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com