کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکايي سناتور: په تشو ژمنو او خبرو افغانستان ته سوله نه راځي

9 قوس 1398 ساعت 12:18


امریکايي سناتور ټام کاټون په یوه مرکه کې ویلي چې د طالبانو له لوري په تشو ژمنو او خبرو سوله نه راځي بلکې دغه ډله دې په عمل کې له تشدد او تاوتریخوالي لاس واخلي.
 دده په خبره دا یو حقیقت دی چې امریکا غواړي طالبان د یوه سیاسي جهت په توګه په افغانستان کې فعالیت پيل کړي او له جګړو لاس واخلي، خو دغه ډلې ته هم په کار ده چې د تشو ژمنو او خبرو پر ځای عملا سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي. 
دده په وینا طالبان باید د افغانستان حکومت ته درناوی وکړي، قوانین ومني، له ترهګرو ډلو سره اړیکه پرېکړي او له جګړو لاس واخلي.
 ټام دغه راز زیاته کړې چې امریکایي حکومت دې هم په وړو وړو ژمنو طالبانو ته لوی امتیازات نه ورکوي او ښه به وي د افغانستان د سولې خبرې د جګړې په کمولو او تاوتریخوالي ختمولو کې مثبت اغېز ولري.


د مطلب کود: 196712

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196712/امریکايي-سناتور-په-تشو-ژمنو-او-خبرو-افغانستان-ته-سوله-نه-راځي

آوا
  https://www.avapress.com