کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

میا افتخار حسین:پاکستان دې افغانستان سره ښې اړیکې لومړیتوب وګرځوي

9 قوس 1398 ساعت 13:40


د پاکستان د ملي عوامي ګوند  مشر میا افتخار حسین ویلي چې د پاکستان ددایمي پرمختګ لپاره له افغانستان سره ښې اړیکې مهمې دي.
 دده په وینا د پاکستان حکومت ته په کار ده چې له افغانستان سره ښې اړیکې لرل خپل لومړیتوب وبولي او په دې برخه کې اړین ګامونه پورته کړي. 
نوموړي پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستان اقدامات هم غندلي دي او په وینا یې په دې سیمه کې باید سختۍ ختمې کړل سي او پر خلکو دې قیودات نه لګول کېږي. 
افتخار حسین د عمران خان پر دې پرېکړه نیوکه کړې چې هندي زیارت کوونکو ته یې له ویزې پرته د تګ راتګ اجازه ورکړې خو ډیورنډ فرضي کرښه باندې یې بیا سختۍ او قیودات ډېر کړي دي.


د مطلب کود: 196731

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196731/میا-افتخار-حسین-پاکستان-دې-افغانستان-سره-ښې-اړیکې-لومړیتوب-وګرځوي

آوا
  https://www.avapress.com