کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران مشر ایه الله سید علی خامنه یي د ټرمپ د سفر په غبرګون کې: امریکا د هیوادونو خپلواکي ته سپکاوی کوي

9 قوس 1398 ساعت 16:02

د ایران مذهبي مشر «ایت الله خامنه یي» افغانستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» سفر ته غبرګون ښودلی.
هغه په خپل ټويټر لیکلي « امریکایان له اجازې پرته پورته کېږي او یو هیواد ته ننوزي، مثلا د عراق هیواد ته، هلته بیا دوی د اړوند هیواد پلازمېنې ته نه ځي؛ بلکې خپلو اډو ته ځي او په دې توګه رسما د ملتونو ازادي او استقلال ته سپکاوی کوي.»


د ایران مذهبي مشر «ایت الله سیدعلی خامنه یي وروسته له هغه پورته څرګندونې کوي، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او د لته ارګ ته د تګ په ځای د باګرام پوځي اډې ته ولاړ او هلته یې د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» هم وروغوښت.
ویل کېږي، چې افغانستان ته د ټرمپ سفر دومره پټ پلان شوی وو، چې د کابل چارواکو ته یې په اړه هیڅ مالومات نه وو ورکړل شوي.
افغانستان ته د ټرمپ سفر او بګرام ته د غني ورغوښتلو، د هیواد دننه هم ګڼ غبرګونونه راوپارول، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو اشرف غني او حکومت بې واکه وباله او یاده یې کړه، چې د امریکا د خوښي لپاره ډيپلوماتیک اصول ماتوي.


د مطلب کود: 196755

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196755/د-ایران-مشر-ایه-الله-سید-علی-خامنه-یي-ټرمپ-سفر-په-غبرګون-کې-امریکا-هیوادونو-خپلواکي-ته-سپکاوی-کوي

آوا
  https://www.avapress.com