دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 196755
د ایران مشر ایه الله  سید علی خامنه یي د ټرمپ د سفر په غبرګون کې: امریکا د هیوادونو خپلواکي ته سپکاوی کوي
د ایران مذهبي مشر «ایت الله خامنه یي» افغانستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» سفر ته غبرګون ښودلی. هغه په خپل ټويټر لیکلي « امریکایان له اجازې پرته پورته کېږي او یو هیواد ته ننوزي، مثلا د عراق هیواد ته، هلته بیا دوی د اړوند هیواد پلازمېنې ته نه ځي؛ بلکې خپلو اډو ته ځي او په دې توګه رسما د ملتونو ازادي او استقلال ته سپکاوی کوي.»
د ایران مذهبي مشر «ایت الله سیدعلی خامنه یي وروسته له هغه پورته څرګندونې کوي، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او د لته ارګ ته د تګ په ځای د باګرام پوځي اډې ته ولاړ او هلته یې د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» هم وروغوښت.
ویل کېږي، چې افغانستان ته د ټرمپ سفر دومره پټ پلان شوی وو، چې د کابل چارواکو ته یې په اړه هیڅ مالومات نه وو ورکړل شوي.
افغانستان ته د ټرمپ سفر او بګرام ته د غني ورغوښتلو، د هیواد دننه هم ګڼ غبرګونونه راوپارول، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو اشرف غني او حکومت بې واکه وباله او یاده یې کړه، چې د امریکا د خوښي لپاره ډيپلوماتیک اصول ماتوي.
https://avapress.com/vdciwqazwt1a3y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته