دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 133549
دونالد ترامپ او د افغانستان راتلونکی

په آخر کی د امریکا د ریاست جمهوری انتخابات د دونالد ترامپ په بریالی توب سره پای ته ورسید. هغه بریالی توب چی لږ انتظار کیدی او لږ نظر سنجی په دی اړه په امریکا کی ترسره سوی وو، شکاره کول چی آغلی کلینتون د نامزادانو د جدول په سر کی قرار لری او په آخر کی به سپین کاخ ته لاره پیدا کړی. خو هغه ډول چی ولیدل سو دا خبره واقعیت ته لاره پیدا نکړه او ښاغلی ترامپ بریالی توب ته ورسید او ډیری دهغه جنجالی کس د بریالی کیدو څخه حیران سول. 
د کارپوهانو په باور، که آغلی کلینتون وکولای سوای چی خپل پر رقیب بریالی سی او د امریکا ریاست جمهوری یی لاسته راوړی وای، د امریکا د متحده ایالاتو خارجی سیاست نسبت دریم نړی ته بالخصوص افغانستان ته معلوم وو، او دا چی یو خاص تحولات رامنځته سو او دا به د امریکا د خارجی سیاست د تغیر لامل وګرځی. خو دونالد ترامپ له یو طرفه د جمهوری غوښتونکی پوری اړه لری، او له بلی خوا ویل کیږی چی د حزب غړی هغه لږ منی. په دی معنی هغه څه چی د انتخاباتی تبلیغاتو کی د هغه پر ژبه راغلی وو، د حزب د نورو غړو د تائید وړ نه دی. 
نو دهمدی لپاره کولای سو چی د ترامپ سیاستونه د حزب برخلاف تحلیل او وڅیړو. له همدی طرفه دی چی د ترامپ بریالی توب د جدی تردیدونو سره مخ دی چی د هغه سیاستونه به د افغانستان په وړاندی څه ډول وی؟
بل د توجه وړ نکته وجود لری دادی چی تیر جمهوری غوښتونکی هم د افغانستان سره دوستانه اړیکی درلودی، زلمی خلیلزاد، د هغه حزب یو برجسته غړی، اضافه پر دی چی نیک سیاسی اړیکی درلودی د عاطفی له لحاظه هم نژادی اړیکی د افغانستان سره درلودی او ځینی وختونه هم د افغانستان د خلګو سره نږدی احساس کوی. هغه مهم شخص په حیث چی د افغانستان او د جمهوری غوښتونکی ترمنځ د ارتباطی عنصر په حیث نقش درلودی، ښاغلی خلیل زاد وو. 
د دونالد ترامپ په بریالی کیدو سره دا پوښتنه پیداکیږی چی آیا خلیل زاد تراوسه هم د جمهوری غوښتونکی حزب سره همغه اړیکی لری، او دوهم داچی د هغه اړیکی د ښاغلی ترامپ سره څه ډول  دی؟
که ښاغلی خلیل زاد هم د ترامپ سره هماغه اړیکی ولری، هم چنان همغه اهمیت چی د جرج بوش حکومت ښاغلی خلیل زاد ته قایل وو، د ترامپ حکومت هم ورته قایل وی، کولای سو د ترامپ سیاست نسبت افغانستان په نیک فال سره ونیسو او دا هیله به وی چی که د ترامپ سیاستونه د افغانستان په وړاندی سم نه سی تر دی خراب به هم نه سی. 
په هغه صورت کی چی ښاغلی خلیل زاد لازم ځای د ترامپ په حکومت کی ولری، د ښاغلی خلیل زاد یو عمده سیاسی خاصیت د هغه پیژندنه د منطقی، د پاکستان او د هغه شکاره ضدیت د پاکستان د حکومت ګرانو په وړاندی دی. که د امریکا د حکومت سیاستونه د تروریزم د تضعیف کولو لپاره وی، په نتیجه کی به پاکستان د امریکا د سختو فشارونو لاندی راسی، په دی صورت کی د افغانستان امنیتی اوضاع به ښه والی پیداکړی او دتروریزم ریشی به مخ په کمزوری سی. 
خو که ښاغلی خلیل زاد د امریکا د دیپلوماسی دستګاه کی د احترام څخه برخمن نه وی او یواځی د ښاغلی ترامپ پر تبلیغاتی شعارونو باندی وکولای سو تکیه وکړو، په هغه صورت کی غالب ګمان به داوی چی د امریکا د حکومت عمل به د تروریزم په وړاندی نور هم ډیر سی او افغانستان د امنیت او ثبات خواته ولاړ سی. 
کانونی نکته دادی چی که د امریکا حکومت د تروریزم د ضعیف کیدو تمایل ولری، د افغانستان حکومت هم د امریکا د حکومت او سیاستونو سره د تروریزم پر ضد عمل وکړی، که سیاسی بحران زموږ په هیواد کی همداسی ادامه پیدا کړی، تورن کول د یو بل په مقابل کی همداسی ادامه پیدا کړی، ذی نفوزه خلګ هر یو جلا عملونه ترسره کړی او د مرکز څخه لیری سی، په هغه صورت کی هیڅ سیاست به د افغانستان په وړاندی تاثیر ونه لری. که ترامپ د تروریزم مخالف وی که موافق، هغه څه چی زموږ په هیواد کی ناامنی ډیر کړی دی، یواځی د دباندنی هیوادو لاسوهنی نه دی، بلکه د افغانستان د حکومت ضعیفوالی له یو طرف، او نور قومی سیاستونه له بل طرف دی. شکاره تبعیضونه چی حکومت د اوسیدونکی په وړاندی اعمالوی. قوم ګرایی چی د خلګو په وړاندی سرته رسیږی، شکاره نابرابری چی په عزل او نصب کی ترسره کیږی، د حکومت څخه د ناهیلی توب لامل ګرځی. هغه وخت چی د سیاسی – امنیتی مسایلو کارپوه د هیواد د امنیتی ځواکونو څخه غواړی د خپل وظیفی څخه لاس واخلی او خپل کور ته وګرځی؛ ځکه چی نه یواځی طالبان دهغوی دشمنان دی بلکه د هغه همسنګره هم د هغه په وړاندی توطیی کوی. دا په نهایت کی د بی اعتمادی فضا شکاره کوی چی د یو کارپوه د ژبی څخه اوریدل کیږی. 
بنا پردی کولای سو داسی بیان ولرو چی که د هیواد سیاسی فضا سم نه سی او رییس جمهور اونور حکومتی نهادونه ونه سی کولای د بی اعتمادی بحران درک کړی، بیله کوم شکه د ترامپ سیاستونه به هیڅ تاثیر ونه لری. 
خو که د ترامپ سیاستونه د تروریسم د ضعیف کولو لپاره وی او د افغانستان حکومت هم خپل ضعفونه وپیژنی په هغه صورت کی کیدلای سی هیله ولرو چی د افغانستان راتلونکی به ښه والی پیداکړی.

https://avapress.com/vdcayen6o49nem1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته