کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پولیسو له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی

10 قوس 1398 ساعت 11:14


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خوست او لغمان ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو په یادو ولایتونو کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
کورنیو چارو وزارت ویلي چې ترهګرو طالبانو د خوست د مرکز اړوند په ګلزار کاکا او صبریو ولسوالۍ کې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف دوه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شول.
همداراز د لغمان پولیسو هم د مرکز اړوند په سلطان کلي کې د ترهګرو طالبانو لخو د سړک غاړې یو کړۍ ځای پر ځای شوی ماین کشف او له منځه وړی دی.


د مطلب کود: 196826

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196826/پولیسو-له-درېیو-ماین-چاودنو-مخنیوی-کړی

آوا
  https://www.avapress.com